دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ازبکستان او حزب‌التحریر د دعوتګرانو بنديانول
بسم الله الرحمن الرحيم
ازبکستان او حزب‌التحریر د دعوتګرانو بنديانول

(ژباړه)

خبر:

په ۵/۷/۲۰۲۴ نېټه د جمعې په ورځ د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر په ازبکستان کې زموږ له مظلومو وروڼو څخه د ملاتړ لپاره د «اې امته؛ د بيداروونکو زندانیانو له لوري ناره» تر نامه لاندې کمپاین ترسره کړ.

تبصره:

په ازبکستان کې د حزب التحریر د دعوت په اړه ډېرې خبرې شته دي. د دعوت له پیل تر پراخېدو پورې د دعوتګرانو پر وړاندې ظلمونو؛ د هغوی سرښندنې او دریځونه ... خو دلته لږ تر لږه د دغه خبر په اړه پر لاندې مواردو تبصره کوو:

لومړی- که چېرې په ازبکستان کې د حزب‌التحریر فکر په شدت سره نه خپرېدلی، په دې کچه له نیول کېدو او شکنجه کېدو سره نه مخ کېدل؛ ځکه د مړي جسد نه جنګېږي.

دویم- کله چې نن ورځ د ازبکستان نوم اخیستل کېږي، د اندیجان عام وژنې ته اشاره کوي، چې په هغې کې زندانیان او د هغوی کورنۍ په مرمیو ووژل شول او په قیرو کې خښ شول. کله چې نن ورځ د ازبکستان نوم یادېږي، په حقیقت کې د زندانونو او په اوبو کې د زندانیانو د ايشولو یادونه کېږي، چې بیا په شهادت ورسېدل؛ لکه څنګه چې له عثمانوف رحمه‌الله سره ظلم وشول او همدارنګه د غاښونو ایستل، په هوا کې په سیخ را ځوړندول، زندانیان په ایډز اخته کول، خفه (زندۍ) کول، له مور څخه د نوي زیږېدلي ماشوم لرې کول ... د یادونې وړ دي.

کله چې نن د ازبکستان یادونه کېږي، خپلو لمسیانو ته د مېرمن اناباطخان رحمه‌الله خبرې رایادېږي، چې هغوی یې د دعوت په لاره کې صبر کولو ته رابلل او ویل یې: «بې زحمته راحت نشته.»

او د هغه تنکي ځوان ځواب رایادېږي، چې یوه بهرني خبریال ترې پوښتلي وو: «تاسو د حزب‌التحریر اعلامیې په ۲۰ ډالر خپروئ؟» هغه ځوان په ډاډه توګه ځواب ورکړی و او ویلي وو: «زه تاسو ته ۱۰۰ ډالر درکوم، خو تاسو د حزب التحریر اعلامیې خپرې کړئ.»

او هغه ځوان رایادېږي چې خپل دوکان به یې یوازې د ورځنیو خوړو د ترلاسه کولو لپاره پرانیسته او کله چې به یې اړتیا پوره شوه، پر هغو به یې بسنه وکړه او بیا به د دعوت لپاره روان شو.

درېیم- ابتلاء او ازموینه هغه سنت دي چې الله سبحانه وتعالی یې په یو شمېر ایاتونو کې یادونه کړې ده؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿لَتُبْلَوُنَّ فِي أَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ﴾ [عمران: ۱۸۶]

ژباړه: «اې مسلمانانو! تاسو به د مال او سر دواړو په برخه کې وازمویل شئ.»

دا د انبیاوو، رسولانو، اصحابو او هغو کسانو حالت و، چې له نیکۍ څخه یې پیروي کوله.

«لَقَدْ كَانَ مَنْ قَبْلَكُمْ وَإِنَّ أَحَدَهُمْ لَتُحْفَرُ لَهُ الْحُفْرَةُ، ثُمَّ يُوضَعُ فِيهَا ثُمَّ يُوضَعُ الْمِنْشَارُ عَلَى رَأْسِهِ، ثُمَّ يُمْشَطُ بِأَمْشَاطِ الْحَدِيدِ مَا دُونَ عَظْمِهِ فَمَا يَصْرِفُهُ ذَلِكَ عَنْ دِينِهِ»

ژباړه: له تاسو وړاندې داسې خلک وو، چې د هغوی لپاره به کنده وکیندل شوه، وروسته به یې هلته یوړل او پر سر به یې اره اېښوده، بیا به یې د هغې په غاښونو د دوی غوښې له هډوکو بېلولې، خو دوی به له خپل دین څخه نه اوښتل.

او دغه حالت نن ورځ په عامه توګه د حزب التحریر پر غړو او په خاصه توګه د دوی پر رهبرانو راغلی دی.

څلورم- درد له منځه ځي، خو ثواب یې پاتې کېږي انشاءالله؛ همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «...وَيُؤْتَى بِأَشَدِّ الْمُؤْمِنِينَ ضُرًّا وَبَلَاءً فَيُقَالُ: اغْمِسُوهُ غَمْسَةً فِي الْجَنَّةِ، فَيُغْمَسُ فِيهَا غَمْسَةً فَيُقَالُ لَهُ: أَيْ فُلَانُ، هَلْ أَصَابَكَ ضُرٌّ قَطُّ أَوْ بَلَاءٌ؟ فَيَقُولُ: مَا أَصَابَنِي قَطُّ ضُرٌّ وَلَا بَلَاءٌ»

ژباړه: او ټينګ مومنان له سخت ازار او ازموینې سره مخ کېږي، بيا به وويل شي: هغوی ته په جنت کې غوټه ورکړئ، نو غوټه به ورکړل شي (جنت ته به بوتلل شي) بيا به ورته وويل شي: اې فلانیه! ایا کله درته کومه بلا او مصيبت رسېدلی؟ هغه به ووایي: هېڅ بلا او تکليف راباندې نه دی راغلی.

دا د اخرت او دنیا په اړه، د نهیلۍ او سختيو په حالت کې د قریب الوقوع ارامتیا غږ دی.

﴿حَتَّى إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّواْ أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُواْ جَاءهُمْ نَصْرُنَا﴾ [یوسف: ۱۱۰]

ژباړه: تر دې چې کله چې رسولان ناهيلي شول او ګومان يې وکړ چې دوی تکذيبېږي، نو په دغه وخت کې هغوی ته زموږ نصرت راغی.

پینځم- په آخرت کې هغه ورځ را رسېږي چې کبرجن ظالم به له خپلو کړنو پښېمانه شي.

﴿وَلاَ تَحْسَبَنَّ اللهَ غَافِلاً عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الأَبْصَارُ * مُهْطِعِينَ مُقْنِعِي رُءُوسِهِمْ لاَ يَرْتَدُّ إِلَيْهِمْ طَرْفُهُمْ وَأَفْئِدَتُهُمْ هَوَاءٌ﴾ [ابراهیم: ۴۲-۴۳]

ژباړه: او (اې رسوله) ته داسې مه ګڼه چې الله د دغو ظالمانو له کړنو څخه ناخبره دی؛ بلکې الله دوی د هغې ورځې لپاره ځنډوي، چې سترګې به یې رډې پاتې او دوی به حیران وي. (په هغه سخته ورځ به دغه ظالمان) ټول وېرېدلي او سرونه به یې پورته نیولي وي او سترګې به یې خلاصې پاتې وي او زړونه به یې وېرې اخیستي وي.

خو په دې دنیا کې به هم د حمزه البسیوني په څېر جزا ورکول کېږي، نوموړی د جمال عبدالناصر په وخت کې د زندان نظامي افسر و، چې د زندانیانو په شکنجه کولو کې یې شهرت درلود؛ خو خپل برخلیک یې داسې شو چې د اوسپنې په سیخونو یې ټنډه سورۍ شوه، غاړه یې پرې شوه او ښی اړخ یې ووېشل شو، تر دې چې اوږه یې له بدن څخه بېله شوه.

په پایله کې به د نبوت پر منهج راشده خلافت دویم لمر راپورته شي؛ که څه هم کافران، ظالمان او کبرجن ورڅخه بېزاره وي او وروسته به ظلم او تیارې د اسلام په نور او عدالت سره له منځه لاړې شي. اې مسلمانانو، تاسو دغه غږ ته رابولو!

لیکوال: جابر أبو خاطر

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې